کابل باختر د تلي اته ويشتمه :
يوشمير راى ورکوونکي چې نومونه يې په ( ت ) حرف سره پيلېږي له راى ورکولو پرته دهراتيانو جومات دراى ورکولو له مرکز څخه ووتل .
دوى ادعاکوي دهغو کسانو لست چې نومونه يې په ( ت ) تورې سره پيلېږي دغه مرکز ته نه دې ليږل شوى .
دباختراژانس دخبرله مخې ، يوزيات شمير راى ورکوونکي چې نومونه يې د ( ت ) په توري سره پيلېږي له زيات انتظار وروسته بريالي نه شول چې خپله رايه وکاروي .
ددغه مرکز يو تن مسوول چې دنامه له اخستلو څخه يې ډډه وکړه وي ويل دهغو راىورکوونکو دنومونو لست چې نومونه يې په ( ت ) تورې سره پيلېږي دغه مرکز ته نه دى ليږل شوي .
ختم_ ج _ اکرم
4 1 دقیقه لوستل