خبرونهورزش

د عبدالعظيم بدخشي د بريا په اړه د جمهوري رياست مطبوعاتي اعلامیه

کابل/ د کب ۲۲مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني د ازادو سياليو لوبغاړي عبدالعظيم بدخشي ته چې خپل اذربايجاني سيال ګېش بابايف ته یې په بحرين کې ترسره شویو سیالیو کې ماتې ورکړه، د بریا مبارکي وويله. جمهور رئیس وويل، عبدالعظيم بدخشي او زموږ نور لوبغاړي د نوي افغانستان استازي او د وروستيو دوو لسيزو د ارزښتونو ساتونکي دي چې په مختلفو ورزشي ډګرونو کې په وياړ زموږ د ملت استازيتوب کوي او د هيواد درې رنګه بيرغ رپوي. د هيواد جمهور رئیس يو وار بيا عبدالعظيم بدخشي ته د بريا د مبارکۍ ترڅنګ نوموړي ته د لا زياتو برياليتوبونو هيله کوي.
نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته