خبرونهفرهنګټولنهTOP

د عامه کتابتونونو ریاست پر یو شمېر یتیمانو سوغاتونه ووېشل

کابل، د وري ۱۱مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو ریاست مسئولینو نن، په کابل ښار کې د «اسرا» یتیم خانې پر یتیمانو سوغاتونه ووېشل.

د دغه شان برنامو د ترسره کولو موخه، په هېواد کې د مطالعې ترویج، له عامه کتابتونونو سره د بېلابېلو اقشارو په ځانګړې توګه د ځوانانو آشنا کول او مطالعې ته د هغوی هڅول دي.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د عامه کتابتونونو رئیس قاري عبیدالله حنیف وویل چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد یتیمانو ته خاصه توجه لري او په هر راز شرایطو کې د هغوی لاسنیوی کوي.

هغه، د اسلامي نظام په اړه معلومات ورکړل او د کتاب او مطالعې پر ارزښت یې هم خبرې وکړې.

قاري حنیف دغه راز له یادو یتیمانو څخه وغوښتل چې تعلیم وکړي او له وخت څخه ښه استفاده او مطالعه وکړي.

همدا رنګه، د عامه کتابتونونو ریاست مسئولینو، په هېواد کې د دغه ریاست اړوند کتابتونونو او امارت پېژندنې په اړه معلومات ورکړل او یتیمانو ته یې د زغم او صبر په اړه قیصې وویلې.

دوو یتیمانو (عمران او نورالحق) هم په خپلو خبرو کې، له اسلامي امارت او په ځانګړې توګه اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د ځوانانو د هڅولو په خاطر د مننې ترڅنګ؛ په هېواد کې د کتابتونونو د زیاتوالي غوښتنه وکړه او پر ځوانانو یې غږ وکړ چې مطالعه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د عامه کتابتونونو ریاست، اوسمهال د هېواد په کچه ۹۷ فعالې څانګې لري چې له دې جملې ۱۰ څانګې یې په کابل کې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته