خبرونهاقتصاد

د شاوخوا ۱۰۶میلیونه افغانیو په لګښت، د خوست محصولي ګمرک د موټرو د تمځای جوړېدو چارې پیل شوې

کابل، د مرغومي ۲۷مه، باختر

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر ادریس او یو شمېر نورو مسئولینو، نن په خوست ګمرک کې د ۱۰۵.۹۶۳ میلیونه افغانیو په لګښت د موټرو د تمځای جوړېدو پروژې د پیل پرانيسته وکړه.

باختر آژانس ته د یاد وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین، د یادې پروژې په پرانیست‌غونډه کې ویلي چې دا پروژه د نورو پراختیايي پروژو په څېر د هېواد له ملي عوایدو څخه تمویلېږي.

هغه په ګمرکونو کې د دغه شان پراختیایي پروژو پلي کول؛ په هېواد کې د سوداګرۍ د لا ودې او سوداګرو او موټر چلوونکو ته د آسانتیاوو برابرېدو په برخه کې اړین بللي دي.

د یاد وزارت د ګمرکونو لوی رئیس هم، د یادې پروژې تخنیکي معلومات شریک کړي او ژمنه يې کړې چې اړتیا ته په کتو سره به، د هېواد په نورو ګمرکونو کې هم ورته پروژې پلې شي.

د یادونې وړ ده چې د خوست محصولي ګمرک د موټرو تمځای په ۱۴.۳جریبه ځمکه کې په اساسي ډول جوړېږي او چارې به یې تر راتلونکو اتو میاشتو پورې بشپړې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته