خبرونهاقتصادTOP

د سټنډرډ ملي اداره: ایران ته مو بېرته ۶ موټره بې کیفیته اوسپنیز ګاډر وګرځول

کابل، د سلواغې ۴مه، باختر

د هېواد د سټنډرډ ملي ادارې د فراه شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې ایران ته۶ موټره بې کیفیته اوسپنیزو ګاډرو د ورګرځولو خبر ورکړی دی.

دغه ادارې ویلي چې د یادې ادارې د څار له مخې د فراه ۷۸ میل بندر څخه د ۶ موټرو اوسپنیزو ګاډر چې کیفیت یې له ملي سټنډرډونو سره سمون نه درلود، هېواد ته د واردېدلو مخه نیولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم یادې ادارې هېواد ته د زرګونه ټنه بې کیفیته تېلو د وارېدولو مخه نیولې ده.

یاده ادارې زیاتوي چې د هېوادوالو د روغتیا او غوره ژوند د تضمین په موخه پر ټولو تولیدي، وارداتي او صادراتي توکو ملي سټنډرډونه پلي کوي او اجازه نه ورکوي څو د غیر معیاري توکو په ورود سره د هېوادوالو ژوند اغېزمن شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته