خبرونهټولنه

د سمنګان – بغلان پر لاره ترافیکي پېښه کې ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د کب ۱۷مه، باختر
د سمنګان – بغلان پر لاره د یوې ترافیکي پېښې له کبله یو تن مړ شوی او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د سمنګانو د ترافیکو مدیر قاري محمد نذیر سعد باختر آژانس ته وویل چې دغه پېښه نن ماسپښین سمنګان – بغلان پر لاره رباتک سیمې ته نږدې د دو هزار او هایلکس موټر د ټکر له امله رامنځته شوې چې په کې یو تن مړ شوی او ۷ نور ټپیان شوي دي.
سعد د دغه پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بولي.
ورته مهال د سمنګانو د دکتور کرام الدین کریم وکیل زاده روغتون آمر سید عثمان حمیدي له باختر آژانس سره د خبرو پرمهال وویل چې د ټپیانو له ډلې د ۴ تنو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی چې له منځه یې یو تن د بلخ حوزوي روغتون ته لېږدول شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته