اقتصاد

د ۶۰ مليونو افغانيو په لګښت پروژې پلې کيږي

کابل/ باختر/ دکب دمياشتې اتمه
په ارګون ولسوالۍ کې به د شاوخوا (۶۰) ملیونو افغانیو په لګښت پروژې پلې شي.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت باختراژانس ته وويل چې د دغه ولایت په ارګون ولسوالي کې به د شاوخوا شپېتو ملیونو افغانیو په لګښت  بېلا بېلې پروژې د یوې اوونۍ په ترڅ کې پلې شي.
ده زياته کړه چې په دغو پروژو کې د يو سلو شپږدېرشو ملیونو افغانیو په لګښت اته کیلو متره سړک، اتیا متره پل، د اوبو شبکې، د دهنې بند او کانال، د نږدې پنځو ملیونو افغانیو په لګښت د زامې سربند او کانال، د اوولسو ملیونو افغانیو په لګښت د کرنې مسلکي انسټیټیوټ ودانۍ جوړول، د لسو ښوونځيو د بیا رغول او د زرګونو جریبو ځمکو د بېلابېلو میوه لرونکو بڼوڼه شامل دي.
وحدت له اړوندو وزارتونوڅخه هيله څرګنده کړه چې په دغو برخوکې له پکتيکا ولايت سره لا نوره همکاري هم وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته