خبرونهاقتصادټولنه

د سمنګانو د ترافیکو مدیریت څه باندې ۴۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د کب ۲۹ مه، باختر

د سمنګانو  امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې سږ کال د یاد ولایت د ترافیکو مدیریت څه باندې ۴۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د سمنګانو د امنیې قوماندانۍ د ترافیکو مدیر سمونمل قاري محمد نذیر د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې دغه مدیریت سږکال د جوازسیر، د جواز فورم او لایسنس د وېشلو له درکه ۴۳ میلیونه ۲۵۶ زره ۴۴۰ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د  یاد ولایت د ترافیکو مدیریت عواید د تېرکال په پرتله سږکال زیات شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته