خبرونهټولنه

د سالنګ لویه لاره خلاصه ده

کابل / د لیندۍ ۲۹ مه / باختر
د سالنګونو لویې لارې د ساتنې او څارنې مسوولین وایي چې ټریلري موټر کولای شي په نوبت سره په دې لویه لاره کې تګ راتګ وکړي.
د سالنګونو لویې لارې د ساتنې او څارنې ریاست سرپرست عبدالبشیر افغانزوی باختر آژانس ته وویل چې په سالنګ کې اوس آسمان ورېځ دی او ټریلري وسایط په نوبت او نور وسایط له ځنځیر او د مقرراتو په رعایتولو سره کولای شي په دې لویه لاره کې تګ راتګ وکړي.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته