سیاست

د افغانستان- امريکا او د افغانستان- ناټو امنيتي تړونونه د ولسي جرګې له خوا تصويب شول

کابل – باختر دليندى دمياشتې ٢
دافغانستان او امريکا او د افغانستان او ناټو ترمنځ امنيتي موافقه ليکونه نن د ولسي جرګې له خوا تصويب شول.
د باختر آژانس د خبرله مخې : د ولسي جرګې په علني غونډه کې چې نن جوړه شوه او د مجلس يوسلو نهه اويا تنو غړو پکې ګډون کړى و؛ د دغو موافقه ليکونو متن د ولسي جرګې د نړيوالو چارو دکميسيون د غړو له خوا مجلس ته وړاندې شو.
د ولسي جرګې اداري هيئت د دغه مجلس د غړو له يو لړ خبرو وروسته دغه دواړه موافقه ليکونه ټولپوښتنې ته وړاندې کړل چې د استازو د مجلس يوازې پنځو تنو غړو مخالفه رايه او دريو تنو نورو غړو ممتنعې رايې ورکړې.
ولسي جرګې دغه موافقه ليکونه د رايو په اکثريت په يوې سريزې، شپږ ويشتو مادو او لسو ضميموکې تصويب کړل.
د افغانستان او امريکا او د افغانستان او ناټو ترمنځ امنيتي موافقه ليکونه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني په لومړۍ کاري ورځ د ملي امنيت د سلاکار محمدحنيف اتمر له خوا په کابل کې د امريکا له سفير او د ناټو له ملکي استازي سره لاسليک شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته