کابل، د وري ۳۰مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون ناوخته د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او دیني عالمانو سره وکتل.
د هسکې مینې قومي مشرانو او دیني عالمانو په دغه کتنه کې وویل، چې ننګرهاریان د تېر په څېر له اسلامي امارت سره خپل بیعت او د همکارۍ ډاډ څرګندوي او خوښ دي، چې د اسلامي نظام په بریا سره په ننګرهار کې د داعش فتنې پای موندلی او د بیا پيدا کېدو وېره یې له منځه تللې ده.
دغو مخورو همدارنګه په یاده ولسوالۍ کې د عامه څړ ځایونو د ملکیت دڅرنګوالي د حل غوښتنه وکړه او خپل وړاندېزونه یې په لیکلې بڼه د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې له اسلامي امارت سره په تېر او اوس کې د ننګرهار د ولسونو له همکارۍ په مننې وویل چې له مجاهدینو د ولسونو ملاتړ او د هغوی همکاري سبب شوه، چې اسلامي امارت د دویم ځل لپاره بریا ته ورسېد او اسلامي نظام یې حاکم کړ.
د سیاسي مرستیال په وینا، اسلامي نظام د ټولو افغانانو دی او ټول هېوادوال له توپیر پرته کولای شي چې له اړونده مسؤولینو سره خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړي.
هغه ، د هسکې مېنې مخورو ته ډاډ ورکړ، چې د وړاندېزونو په هکله به یې غور وکړي.