سیاستخبرونهTOP

د رياست الوزراء اداري مرستيال د کوهستاناتو او قوش تېپې ولسواليو د قومي مشرانو ستونزې واوريدې

کابل، د وري ۳۱مه، باختر
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د فارياب او جوزجان ولايتونو د کوهستاناتو او قوش تېپې ولسواليو له يو شمېر ديني عالمانو او قومي مشرانو سره وکتل.
مولوي عبدالسميع رحماني او مولوي عبدالرقيب په دغه کتنه کې د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د دغو ولايتونو د ټولنيز، اقتصادي او امنيتي وضعيت په اړه يې د رياست الوزرا اداري مرستيال ته مالومات ورکړل.
دوی همدارنګه غوښتنه وکړه، ترڅو د يادو ولايتونو په لرې پرتو سیمو او په ځانګړي ډول کوهستاناتو او قوش تېپې ولسواليو کې د پراختيايي پروژو عملي کولو، د سړکونو بيارغاونې او د مدرسو، ښوونځيو او روغتيايي کلينيکونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وشي.
په ورته وخت کې د رياست الوزرا اداري مرستيال وويل چې د سراسري امنيت ټينګښت او خلکو ته د لازمو اسانتياوو او کاري فرصتونو رامنځته کول د اسلامي امارت دنده ده او په دې برخه کې له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال د مطرح شويو وړانديزونو په اړه زياته کړه، چې اسلامي امارت د هېواد په مختلفو برخو کې د پراختيايي پروژو تطبيق او همداراز د خلکو د ستونزو د له منځه وړلو لپاره هڅه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته