امنیت

د باقرالعلوم (ع ) په جومات کې د چاودنې له امله پنځه تنه ټپيان شول

هرات باختر دمرغومي دمياشتې ١٣ :
د هرات ښار د زبيده بڼ د پله په ساحه کې يوه جومات ته څېرمه ديوه بم د چاودنې له امله پنځه تنه ټپيان شول .
د هرات د پوليسو وياند عبدالرووف احمدي باختر آژانس ته وويل:               دغه پيښه د ماښام د لمانځه د ادا کولو په وخت د هرات ښار د باقرالعلوم جومات ته څېرمه رامنځته شوه.
.دغه بم د جومات له انګړڅخه بهر ديوال ته څېرمه ځاى پرځاى شوى و چې د چاودنې له امله يې د جومات يوه برخه هم ويجاړه شوې ده .
د هرات د حوزوي روغتون اداري مدير محمد رفيق شيرزي وويل چې په .ټپيانوکې يوه ميرمن هم شامله ده او د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته