سیاستخبرونهTOP

د رياست‌الوزرا اداري مرستيال: خلکو ته د لازمو آسانتياوو رامنځته کول، د اسلامي امارت له ژمنو څخه دي

کابل، د کب ۲۵مه، باختر
‏د رياست‌الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، د جوزجان او فاریاب له يو شمېر ډاکټرانو سره وکتل.
باختر آژانس ته د رياست‌الوزرا د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې يادو ډاکټرانو د هېواد د روغتيايي وضعيت په اړه خبرې وکړې او دې برخې ته يې د اسلامي امارت له ځانګړې پاملرنې خوښي ښودلې ده.
‏هغوی دغه راز د خلکو د مهم لومړيتوب په توګه، په هېواد کې د روغتيايي مرکزونو معياري کولو ته په اشارې، غوښتنه کړې چې د يادو ولايتونو په لرې پرتو سیمو کې روغتيايي کلينيکونه او د هېواد په کچه سمبال لابراتوارونه جوړ شي.
همدا رنګه‏، د رياست‌الوزرا اداري مرستيال ويلي چې خلکو ته د لازمو آسانتياوو رامنځته کول د اسلامي امارت له ژمنتياوو څخه دي.
هغه د ډاکټرانو د وړانديزونو په اړه ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې يادې برخې ته رسيدګي وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته