
دميدان وردکو ولايت دامر خيلو سراسري شورا ددوديزي لويې جرګي دسلامشورو ملاتړ وکړ .
دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې ددغې شورا په غونډه کې د ميدان وردکو والي محمد حليم فدايي ، دامر خيلو دسراسري شورا رييس جنرال عتيق الله امر خيل او ددغه ولايت دقومونو په لسګونو تنو مشرانو او استازو ګډون کړي و .
دميدان وردکو والي په هيواد کې دسولې اوث بات په تامينولو کې دشوراګانو او قومونو رول ارزښتناک وباله او وي ويل شوراګانې کولاي شي دخلکو ترمنځ ګډژوند ، يو والې او اتفاق رامنځته کړي .
وروسته دامرخيلو دسراسري شورا رييس جنرال عتيق الله امر خيل دخبرو په ترڅ کې د دوديزي لويي جرګي له سلا مشورو سره ددغې شورا ملاتړ اعلام کړ .