خبرونهنړۍ

د حماس ثابت دریځ؛ انتوني بلېنکن بې بنسټه ادعا کړې

نړۍ، د غوايي ۴مه، باختر 

وروسته تر هغې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په خپلو تازه څرګندونو کې ادعا وکړه، چې ګواکې حماس غورځنګ د خپلو سختو شرایطو له امله په غزه کې د اوربند پر وړاندې خنډ رامنځته کړی، یاد غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د بلېنکن څرګندونې بې بنسټه بللي او غندنه یې کړې ده.

حماس زیاته کړې، چې دغه غورځنګ د اوربند د ټینګښت لپاره تل نرمي ښودلې او هېڅ کله به له خپلو مشروع شرایطو لکه د دایمي اوربند ټینګښت، د صهیونست پوځيان شاتګ او خپلو سیمو او کورونو ته د فلسطینیانو بیرته ستنېدل شامل دي؛ په شا نه شي.

غزه کې له روانې جګړې نږدې اووه میاشتې اوړي او تر دا مهاله په کې تر سل زرو ډېر فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته