خبرونهټولنهروغتیا

د جوزجان په ولایتي روغتون کې د ۴۰ میلیونو افغانیو په لګښت یو شمېر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د لېندۍ ۲۳مه، باختر

د جوزجان په ولایتي روغتون کې د ۴۰ میلیونو افغانیو په لګښت د انتاني ناروغیو څانګه، عاجله څانګه، د لفټ سېستم، د پایوازانو خونه، د معلوماتو او د فیس ورکړې څانګه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین مولوي محمد اسحق صاحبزاده وویل چې دغه څانګې د جوزجان اوسېدونکو ته د غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د عامې روغتیا وزارت له لوري جوړې شوې دي.

صاحبزاده زیاته کړه چې دغه وزارت لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه زیات پلانونه تر لاس لاندې لري څو هېڅ هېوادوال له روغتیايي خدمتونو بې برخه نه شي.

په همدې حال کې د جوزجان والي قاري ګل حیدر شفق د یادو څانګو په جوړېدو خوښي وښوده او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې یې د ډاکترانو هڅې وستایلې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته