سیاستTOP

د جمهوررییس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

– کابل / د چنګاښ ۱۵مه / باختر
د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې د کابینې د غړو او د ویډیو کنفرانس له لارې د والیانو په ګډون، په ارګ کې جوړه شوه.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په پیل کې جمهوررییس غني په هېواد کې د وروستیو انکشافاتو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د احیا، د وسله وال پوځ په ځانګړي ډول د ځانګړو قطعاتو، کومانډو او صفر لرونکو قطعاتو ته د جلب و جذب په اړه مفصل معلومات ورکړل.
جمهوررییس په ټینګار وویل: هېڅ راز معامله او د تسلیمېدو اراده موجوده نه ده، موږ باعزته ژوند کوو او نن د غیرت، عزم او ارادې ورځ ده.
هغه زیاته کړه: که طالبان فکر کوي چې له موږ تسلیمي اخلي، په سلو کلونو کې به یې هم دغه آرمان پوره نشي. د وینې بهېدو او ویجاړۍ مسوولیت د طالبانو او د دوی د ملاتړو په غاړه دی.
وروسته د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست په ولایتونو او مرکز کې د تاوتریخوالي او وچکالۍ له امله د کورنیو بېځایه شویو د اړتیاسنجولو او رسېدګۍ په موخه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، اړوندو ادارو او والیانو په ګډون د یوې ځانګړې غونډې پر جوړولو موظف شو.
جمهوررییس په مرکز او ولایتونو کې د جګړې او وچکالۍ له امله داخلي بېځایه شویو سره د مرستې په موخه په زېرمو کې د موجودو غنمو د وېش په خاطر اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه او د ارشاد حج او اوقافو او بهرنیو چارو وزارتونو رهبري او مسوولینو او په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت له کارکوونکو څخه یې په سعودي عربستان کې د افغانستان د جایدادونو د تثبیت په خاطر مننه وکړه.
د کابینې غونډې د کارو او ټولنیزو چارو او د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارتونو د دندو د تنظیم مقررو طرحې له یو لړ تغییراتو وروسته په پرنیسپ کې تائید کړې.
همداراز کابینې د موزیم او کتابتون، دولتي روغتون، د ادارو د ودانیو، جومات، دینې مدرسې، هدېرې، د مطالعې صالون او د څښاک اوبو د زېرمې جوړولو، د دایکنډي ولایت د میرامور ولسوالۍ د تفصیلي پلان د تطبیق او د تخار ولایت سرحدي ګډ بازار د ایجاد په موخه په ولایتونو کې د دولتي ځمکو د ۱۱ مورده استفادې حق لېږد تصویب کړ.#
پای/وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته