خبرونهاقتصادټولنهTOP

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه جوړه شوه

کابل/ د غويي ۱۶مه/ باختر
د کټواز رسوبي حوزې د جاذبوي هوایي او مقناطیسي سروې پروژې په ګډون د ۱۷ تدارکاتي مواردو منظوري د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

په پیل کې جمهوررئیس غني، کبیرخان عیسی خېل ته د ملي تدارکاتو ادارې د رئیس په توګه د ګومارل کېدو مبارکي وویله او نوموړي ته یې د لازیاتو بریالیتونو هیله وکړه. جمهوررئیس د دغې ادارې د مخکېني رئیس د کړنو قدرداني او د ملي تدارکاتو ادارې لوی رئیس د هیواد د جمهوررئیس د باور مننه وکړه. ورپسې د کټواز رسوبي حوزې دلوړ کیفیت د جاذبوي هوایي او مقناطیسي سروې پروژې په ګډون چې یوه ملي او ارزښتمنه پروژه ده او له څه مودې راهیسې ځنډېدلی وه، ۱۷ تدارکاتي موارد د ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې او له هراړخیزې ارزونې وروسته منظور شول. پر یادو پروژو د بحث پر مهال، جمهوررئیس غني یو ځل بیا د داخلي تولیداتو پر ملاتړ ټینګار او په اړه یې تدارکاتي بنسټونو ته لازمې لارښوونې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته