سیاستخبرونهTOPټولنه

د تېر نظام سلګونه کارکوونکي پنجشېر ته راستانه شوي

کابل، د کب ۱۲ مه، باختر

د پنجشېر سیمه ییز مسوولین وايي، چې د تېرحکومت سلګونه ملکي او پوځي کارکوونکي چې ټول د پنجشیر اوسېدونکي دي دغه ولایت ته راستانه شوي دي.

د پنجشېر والي الحاج محمد آغا حکیم د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې په تېرو څو میاشتو کې د پخواني حکومت څه باندې ۵۰۰ پوځي او ملکي کارکوونکي چې له خپلو کورنیو سره له پنجشېر څخه بهر ته تللي وو، بېرته افغانستان ته راستانه شوي او اوس په خپل ولایت کې ژوند کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې په خپلو هڅو سره د پنجشېر په کچه له بهرنیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره کړې او نورو ځوانانو ته هم ډاډ ورکوي چې د اسلامي امارت دروازه د ټولو هېوادوالو پرمخ خلاصه ده.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې امنیت تامین شوی او هر څوک کولای شي، په ډاډه زړه د هېواد ګوټ ګوټ ته سفر وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته