ټولنه

د تېرتاريخ او بي کيفته خوراکي توکو د راټولولو کمپاين پيل شو

١٥- کابل / د لړم ٣٠مه /باختر
د ننګرهار له پلورنځيو څخه د تېرتاريخ او بې کيفته خوراکي توکو د راټولولو کمپاين نن پيل شو .
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ د ننګرهار د سوداګرى او صنعت رياست د څېړونکو ډله نن د دغه کمپاين په پيل کې بريالي شول چې ١٥٠ کيلوګرامه تېرتاريخ اوبې کيفته خوراکي توکي له پلورنځيو څخه راټول اوضبط کړي .
د څېړونکي هيئت يو غړى باختراژانس ته وويل چې د دوى دغه کمپاين به څو ورځې دوام وکړي .
هغه د پلورنځيو خاوندانوته خبردارى ورکړ که چېرې د تېرتاريخ اوبې کيفته خوراکي توکو په پلورنې اقدام وکړي له قانوني چلند سره مخ کېږي.
دغه شان پلورنځيو ته ټاکلې سزا نغدي جريمه د يوې مياشتې لپاره د هغوى د پلورنځيو تړل کېدل او آن د دغو پلورنځيو د خاوندانو بندي کول دي .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته