د لېندۍ ۶مه،باختر
د تخار ولایت د تالقانو ښاروال قاری نقیب الله محمدالله د دغې پروژې د پیل په مراسمو کې ویلي، چې دغه سړک د یاد ښار د بندر سابقه څلور لارې څخه پیل او د تېل فروشي تر څلور لارې پورې د دوه کیلو مټره بر اوږدوالي غځېدلی، چې دواړو خواوو ته به پراخوالی ومومي.
نوموړي ویلي، چې د دغې بروژې تول لګښت ۱۴ میلیونه افغانۍ کیږي او د د دغه ولایت د ښاروالۍ ادارې له لوري ورکول کیږي.
د مسولینو په خبره دغه پروژه تر راتونکو شپږو میاستو پورې بشپړیږي او ګټې اخیستنې ته تر سپالو وروسته به خلکو ته په تګ راتګ کې اسانتیاوې رامنځته شي.
د تخار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې د تالقانو ښار ۶۰ کاله وړاندې د ۶ زره تنو لپاره پلان شوی او اوس مهال په دغه ښار کې مېشتو نفوسو ته په کتو کوچنی او سړکونه یې واړه دي، چې پراخوالي ته اړتیا لري.
تخاریانو د دغه سړک د پراخولو د پروژې له پیل څخه هرکلی کړی او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي، چې دغه ولایت کې ورته نورې پروژې هم پلې کړي.
11 1 دقیقه لوستل