سیاستخبرونه

د بهرنیو چارو وزیر سعودي عربستان ته ورسېد

کابل/ د مرغومي ۳۰مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر د درې ورځني رسمي سفر لپاره نن ماسپيښين د سعودي عربستان جدې ښار ته ورسېد. د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ سعودي عربستان ته د اتمر د سفر موخه د سولې له بهير څخه د رياض د دوامداره ملاتړ قدرداني، د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو پراختيا ده. ټاکل شوي د بهرنيو چارو وزير سعودي عربستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد هېواد د بهرنيو چارو له وزير فيصل بن فرحان آل سعود او يو شمېر نورو لوړ پوړو مقاماتو سره د افغانستان د سولې بهير پر محور د نړۍ او سيمې د اجماع پر پراختيا او د سولې له بهير څخه د اسلامي نړۍ هېوادونو د ملاتړ پر زياتيدو او يو شمير نورو موضوعاتو بحث او خبرې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته