کابل / د کب ۱۸ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي نن د یوه پلاوي په مشرۍ د ترکیې په بلنه دغه هېواد ته لاړ.
ټاکل شوې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر به په ترکیه کې د انتالیا په دیپلوماتیک فورم کې ګډون وکړي. هغه به د ترکیې او نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له لوړ رتبه هیئتونو سره د افغانستان پر وضعیت هم خبرې وکړي.
د انتالیا فورم له ۱۱ مارچ څخه تر ۱۳ مارچ پورې د (ډیپلوماسۍ بیا تعریفول) تر سرلیک لاندې جوړېږي.
د فورم پرانېسته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان په وینا کېږي او وروسته به د مختلفو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او لوړ رتبه چارواکي پر وینا سربېره د مختلفو موضوعاتو په اړه بحثونه هم وکړي.
ن/ر