سیاستخبرونهTOP

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره د ترانیزیټي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې

کابل، د وري ۸مه، باختر 

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي پرون ناوخته په خپل کاري دفتر کې د سوداګریزو، ترانیزیټي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه د پاکستان هېواد د سوداګرۍ وزارت له مرستیال محمد خرم آغا او مل پلاوي سره وکتل.

متقي په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په یادو برخو کې پر شته ستونزو او د هغوی پر حل لارو مفصلې خبرې وکړې.

هغه همدارنګه د کابل او اسلام آباد ګډومشترکاتو او ولسي ارزښتونو ته د درناوي په باب څرګنده کړه، چې حکومتونه یې د تامین مسؤلیت لري.

متقي ټینګار وکړ، چې د سوداګرۍ او ترانزيټ په برخو کې دې د شته ستونزو د حل لپاره هم په ګډه او مخلصانه ډول اقدامات وشي.

په ورته وخت کې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال په دغه کتنه کې وویل چې دوی د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مسوولینو سره په خبرو بوخت دي او ډاډ یې څرګند کړ، چې په لنډ وخت کې به په یادو ساحو کې ټولو شته ستونزو ته د امکان تر بریده  حل لارې و مومي.

د یادونې وړ ده، چې په دغه کتنه کې دواړو لوریو د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا ترڅنګ د ډیورنډ پر فرضي کرښه په عبوري لارو کې د مسافرو، ناروغانو او سوداګرو د تګ راتګ په اړه د اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته