ټولنه

د هرات د ګواليان پل ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

کابل باختردليندۍ دمياشتې١٣نيټه :
د هرات ولايت د ګواليانو پل له جوړيدو وروسته ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
د ګواليانو پله د جوړولو کارچې څه موده مخکې پيل شوى و، اوس بشپړ او دهرات ښاروالۍ د مرستيال مرجان جاويد غورياني له خوا پرانېستل شو.
د هرات د ولايتي شورا غړي کبير ايثار د ښاروالۍ له مشرتابه هيئت څخه ددغه پله  د بيا جوړولو په خاطر د قدردانۍ په ترڅ کې له خلکو څخه وغوښتل چې د دغې ادارې د ټولګټو پروګرامونو په تطبيق کې همکاري وکړي.
د هرات ښاروالۍ مرستيال وايي: دغه پل د هرات ښاروالۍ له پرمختيايي بودجې څخه د ٩ اعشاريه  ٧ ميليونو افغانيو په لګښت په څلورو مياشتو کې جوړ شوى دى چې په ټوليزه توګه څه ناڅه ٥٠ زره کورنۍ ترې استفاده کوي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته