خبرونهاقتصادټولنه

د بغلان په جلګې ولسوالۍ کې د دوو ښارګوټو جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

کابل، د مرغومې ۲۷مه، باختر 

د بغلان ځايي چارواکو د دغه ولایت په جلګې ولسوالۍ کې د دوو ښارګوټو جوړلو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د والي ویاند ملا علم مجیدي باختر اژانس ته وویل:« دا لومړی ځل دی، چې په دغه ولسوالۍ کې د ښارګوټو جوړولو چارې پیل کېږي».

مجيدي زیاته کړه، چې د ښارګوټو جووړلو چارې له ۳۰ کلونو را هیسې د ښارګوټو د ځای پر سر د اختلافاتو له کبله ځنډېدلې وې او اوسمهال د ځايي مسوولینو په منځګړیتوب اختلافات له منځه یوړل شول او د یادې ولسوالۍ په (یرم بالا) او خواجه هجران سیمو کې د دوو ښارګوټو جوړلو چارې پیل شوې.

د نوموړي په وینا د دغه ښارګوټو ځمکه د سیمې د خلکو له لوري د کور او ښارجوړولو ریاست ته ورکړل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته