اقتصاد

سوداګرو له سيلاو ځپلو سره مرسته وکړه .

کابل باختر  دغبرګولي  ١٣

  ملي سوداګرو او خير غوښتونکو اشخاصو نن په سرپل  ولايت کې له سيلاو ځپلو سره  ديوې اندازي خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وکړه

 دملي رضا کارانو د ډلې استازي سيد حميد الله سادات باختر اژانس ته وويل په دغو توکو کې اوړه ، شړي او د پخلنځي  وسايل شته چې ټوله بيه يي سل زره ډالره اټکل  شوي دي او په سلو کورنيو دهغو د اړتياو په پام کي نيولو سره وويشل شول .

 دخبرځاى دڅرګندونو له مخې په سرپل ولايت کې له سيلاو ځپلو سره دملي سوداګرو او مرستندويو موسسو له خوا دمرستي پروګرام دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته