سیاستخبرونهTOPټولنه

د بغلان ټولو ولسوالیو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله اختریز پیغامونه ووېشل شول

کابل، د وري ۱۹ مه، باختر

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دې ولایت  ټولو ولسوالیو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین، شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله  تعالی اختریز پیغامونه ووېشل شول.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل، چې د دې ولایت  ټولو ولسوالیو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین، شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظهُ الله تعالی اختریز پیغامونه استول شوي چې په  ولسوالیو کې به د اطلاعاتو او کلتور ریاست د عامه کتابتونونو د مدیرانو او د دې ریاست اړوند د رضاکاره ځوانانو د ټولنې له لوري ووېشل شي.

هاشمي زیاته کړه چې په یو شمېر ولسوالیو کې دغه اختریز پیغامونه د ارشاد، حج او اوقافو او امرباالمعروف او نهی عن المنکر ریاستونو د مدیریتونو له لوري وېشل کېږي.

د بغلان اوسېدونکي بیا وايي، چې په دې اختریز پیغام کې د افغانستان د سولې، امنیت، ټیکاو، پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره د عالیقدر امیرالمومنین له لوري د مهمه ټکو یادونه شوې او دوی هیله من دي، چې افغانان به هم د سولې او امنیت په فضا کې اختر ونمانځي او هم به هېواد په هر اړخیز ډول پرمختګ وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته