خبرونهاقتصادټولنه

د بغلان د پاسپورټ مدیریت ۱۳۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د غوايي ۲مه، باختر 

د بغلان د پاسپورټ مدیریت په ۱۴۰۲ کال په لړ کې ۲۱ زره پاسپورټونه ویشلي چې له درکه یې ۱۳۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.

د یاد ولایت د پاسپورټ مدیر مولوي عنایت الله فاروقي وايي، چې د خپلو چټکو هڅو په ترڅ کې یې د ۱۴۰۲ کال په لړ کې د یاد ولایت اوسېدونکو ته ۲۱ زره پاسپورټونه وېشلي، چې له امله یې ۱۳۲ میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه شوي دي.

همداراز د بغلان د پاسپورټ مدیریت یو مسوول امید حناني وايي، چې په ورځني ډول د څه باندې ۲۰۰ مراجعینو د پاسپورټونو چارې په دغه مدیریت کې طی مراحل کېږي او هڅې کېږي څو نور هم د پاسپورټ په وېش کې خلکو ته اسانتیاوې رامنځته شي.

ورته وخت کې د پاسپورټ غوښتونکي، چې کارونه یې پرته له خنډ او ځنډ څخه د اصولو په رڼا کې بشپړېږي د دغه مدیریت له مسوولینو خوښ دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته