خبرونهاقتصادټولنه

د بغلان د احصایې او معلوماتو ریاست تېر کال ۴۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د وري ۱۳ مه، باختر

د بغلان د احصایې او معلوماتو ریاست مسوولین وايي، چې په ۱۴۰۲ کال کې یې ۴۷ میلیونه افغانۍ عواید د بېلابېلو خدمتونو له لارې راټول کړي دي.

د ياد ولایت د احصایې او معلوماتو رییس مولوي ګل رحمن رحماني  وايي، چې په ۱۴۰۲ کال کې یې د برېښنايي او کاغذي پيژندپاڼو د وېش، د زېږون کارت، د کاغذي پېژندپاڼې د تایدۍ او د فوتي پارچې د وېش  له امله ۴۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

رحماني زیاته کړه چې  خپلو مراجعینو ته یې د ۱۴۰۲ کال په لړ کې دې ولایت کې د سن اصلاح او ګڼې نورې اسانتیاوې رامنځ ته کړې او هڅه کوي، څو په چټک ډول لازم خدمتونه خپلو مراجعینو ته وړاندې کړي.

د دې ریاست کارکوونکي وايي، چې په ورځني ډول د ۳۰۰ مراجعینو کارونه په دغه اداره کې بشپړېږي څو برېښنايي پېژندپاڼې ورته ووېشل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته