خبرونهاقتصادTOPټولنه

د بدخشان له مرکز سره د ۱۲ ولسوالیو تړل شوې لارې بېرته د ترافیکو پرمخ خلاصې شوې

کابل، د کب لومړۍ نېټه، باختر

د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې له مرکز فیض آباد سره د واورو د اورښت له امله یفتل پایان، شهر بزرګ، راغستان، کوهستان، یاوان، شکي، نسي، کوف آب، مایمي، خواهان، شغنان او اشکاشم ولسوالیو لارې د طوفان او واورې د اورښت له کبله تړل شوې وې بېرته د ترافیکو پرمخ خلاصې شوې.

د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست ساختماني چارو آمر انجنیر افتخار احمد مخدوم زاده باختر آژانس ته وویل چې د دغه ولسوالیو لارې پرون سهار د واورې د اورښت او طوفان له کبله تړل شوې وې چې نن د ټاکل شویو ټيمونو له لوري بېرته د ترافیکو پرمخ خلاصې شوې.

بل پلو د نورستان د ټولګټو چارو رئیس مولوي احمد نبي عادل د ترافیکو پرمخ د کونړ_نورستان لویې لارې د بېرته پرانیستل کېدو خبر وکړی دی.

یادې لارې په هېواد کې د وروستیو اورښتونو او واورو ښویېدو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته