خبرونهاقتصادټولنهTOP

د بدخشان له مرکز سره د طوفان او واورې د اورښت له کبله د ۱۲ ولسوالیو لارې تړل شوي

کابل، د سلواغې ۳۰مه، باختر

د بخشان ځايي چارواکي وايي چې له مرکز فیض آباد سره د واورو د اورښت له امله د یفتل پایان، شهر بزرګ، راغستان، کوهستان، یاوان،  شغنان، اشکاشم او د درواز پنځو ولسوالیو لارې د طوفان او واورې د اورښت له کبله تړل شوې دي.

د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست ساختماني چارو آمر انجنیر افتخار احمد مخدوم زاده باختر آژانس ته وویل چې د دغه ولسوالیو لارې نن سهار د واورې د اورښت او طوفان له کبله تړل شوي چې د خلاصولو لپاره یې هڅې پیل شوې دي.

ورته مهال د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست پېښو ته د رسېدنې آمر محمد کامګار وايي چې تر دې دمه په مرکز سربېره جرم، کوف آب او ارګو ولسوالیو کې ۱۰ کورونه په بشپړه توګه نړېدلي چې ځاني زیان نه لري.

دا په داسې حال کې ده  چې اوسمهال هم د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د اورښتونه دوام لري او د هوا پېژندنې ادارې په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو خبرداری هم ورکړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته