کابل، د وري ۹ مه، باختر
د بادغیس د امینې قومندانۍ مسوولینو په دغه ولایت کې د پاسپورټونو د وېش له درکه د ۱۳۵ میلیونه افغانیو عوایدو د راټولولو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیق الله صدیقي د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د پاسپورټ امریت په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې ۲۷ زره ۷۸۴ ټوکه پاسپورټونه وېشلي، چې له درکه یې ۱۵۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.