نړۍ، د غوايي ۵ مه، باختر
د فلسطین د اطلاعاتي مرکز د معلوماتو له مخې غزه کې د فلسطیني جهادي ډلو(القسام) یو ویاند ابو عبیده پرون سه شنبې ویلي، چې د ایران غوڅ دریځ او ځواب د اسرایلو پلانونه ورګډوډ کړل.
نوموړي دغه راز د نړۍ له مسلمانانو غوښتي، چې د فلسطیني مقاومت څخه د ملاتړ لپاره خپلو تحرکاتو ته دوام ورکړي.
ابو عبیده د روانې جګړې دوام ته په اشارې ویلي، چې د دوه سوه ورځو په تېرېدو لا هم اسرایلي پوځيانو خپل اهداف نه دي ترلاسه کړي او دا مهال د غزې په کوڅو کې سرګردانه ګرځي.
د فلسطیني جهادي ډلو دغه ویاند د خپل مقاومت د دوام ډاډ ورکړی، زیاته کړې یې ده، چې تر وروستۍ سلګۍ پورې به له خپلو خلکو او حقونو څخه دفاع ته دوام ورکړي.