خبرونهټولنه

د ايبک- مزار پر لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د کب لومړۍ نېټه، باختر
د سمنګانو ځايي چارواکي د ايبک- مزار پر لاره د يوې ترافيکي پېښې له کبله د ۷ کسانو د مړینې او ۲ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
د سمنګانو د ترافيکو مديريت د پېښو آمر عبدالقهار قادري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه پېښه نن سهار په حضرت سلطان ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې په کې ۷ تنه مړه شوي او دوې مېرمنې په کې ټپي شوې دي.
ورته مهال د شهيد دکتور کرام الدين وکيلزاده روغتون آمر ډاکټر سيد عثمان حميدي وايي، چې د دې پېښې دوه ټپيان ښځې دي چې روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.
د کابل-مزار لویه لاره د ترافیکي پېښو له پلوه په افغانستان کې یو له خونړیو لارو څخه ده چې تر ډېره په کې ترافیکي پېښې د موټر چلوونکو د ګړندي تګ او بې احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته