کابل، د غبرګولي٢مه، باختر
د المپيک ملي کميټه وايي چې د افغانستان د ويلچرباسکتبال ټيم د اسيا د اتلوالۍ جام په مقدماتي سياليو کې چې په تايليند کې پيل شوې دي د عربي متحده اماراتو ټيم ته ماتې ورکړه.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د افغانستان د المپيک ملي کميټې مسوولين وايي چې په دې سياليو کې د افغانستان ويلچرباسکتبال ټيم په چوکاټ کې ١٢ ورزشکارانو ګډون کړى دى.
د المپيک ملي کميټي مسوولين وايي ټاکل شوې ده د افغانستان د ويلچر باسکتبال ټيم سبا د عراق له ټيم سره سيالي وکړي.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان د ويلچر باسکتبال ټيم خپله لومړنۍ لوبه فليپين ته بايللې وه.
\ ذ