کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٨ :
په فارياب ولايت کې پرون يوه ١٦ کلنه نجلۍ له هغه وروسته چې جنسي تيرى پرې وشو، په بېرحمانه توګه ووژله شوه .
د فارياب ولايت يوه سيمه ييز مقام باختر آژانس ته وويل: د دغې نجلۍ مړى د فارياب ولايت د بلچراغ ولسوالۍ په کاه دان سيمه کې ترلاسه شو چې د يوه
دستمال په واسطه زندۍ شوې وه .
ويل کيږي تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه نجلۍ د چا له خوا وژله شوې، خو د وژلې شوې نجلۍ کورنۍ د ګاونډيانو په څو تنو نارينه و د هغې په لور د جنسي تيري او وژنې تور لګولى دى .
دغه کورنۍ ادعا کړې ده چې يو قاتل فرارى دى او يو تن بل يې د پوليسو له خوا نيول شوى دى .
د قضيې د عاملانو د پيژندنې او نيولو لپاره د پوليسو هلې ځلې دوام لري.
1 1 دقیقه لوستل