خبرونهامنیتاقتصاد

د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ټاپي امنیتي پلان لاسلیک شو

کابل/ د وري ۲۶مه/ باختر

د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ټاپي “TPI” د ګازو نللیکې امنیتي پلان لاسلیک شو.
دغه پلان د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت شورا دفتر مرستیال عبادالله عباد او د ترکمنستان له خوا د ټاپي د مدیر محمد متیرات امانوف لاسليک کړ.
د ټاپي امنیتي پلان د څو هېوادونو د هغې لویې پروژې له تطبیق او ودې سره مرسته کوي چې له ترکمستانه جنوبي اسیا ته ګاز لېږدوي او د سیمه‌ ييز ثبات او بسیاینې سبب ګرځي. ټاپي د افغانستان مهمه پروژه ده چې د سیمه‌ ييز امنیت او د ادغام له سیاست سره مرسته کوي او د سیمې لوبغاړي هېوادونه لکه پاکستان او هند په ګډو ګټو کې سره متحد کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته