خبرونهTOP

د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزیر په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي قندهار ته سفر وکړ

کابل / د کب ۱۱ مه / باختر

د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزير ملا خير الله خيرخوا په مشرۍ د دغه وزارت د خپرونو چارو معین او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد، مالي، اداري او ګرځندوی معین مولوي عتيق الله عزيزي او د ځوانانو چارو معین ملا فيض الله قندهار ته په رسمي سفر کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست فعالیتونه وارزول.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه د قندهار د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي نور احمد سعید ورغلي پلاوي ته د قندهار د فرهنګي او ادبي وضعيت په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل او په فرهنګي برخه کې یې د ترسره شویو چارو یادونه هم وکړه.

سعید د قندهار د اطلاعات او فرهنګ ریاست ستونزې هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پلاوي سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

په همدې حال کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت پلاوي په قندهار کې روان فرهنګي او ادبي فعالیتونه وستایل او له یاد ریاست څخه یې مننه وکړه چې په کمو امکاناتو ډېر کار کوي.

هغوی ډاډ ورکړ چې وزارت به د قندهار د اطلاعات او فرهنګ ریاست ټولو ستونزو ته پاملرنه وکړي او لا زیات امکانات به ورته برابر کړي، تر څو کارونه نور هم په ښه ډول مخته لاړ شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پلاوي د قندهار پر تاريخي مخینه هم خبري وکړې او په قندهار کې موجود تاریخي ځایونه او تاريخي اثار یې د ټول هېواد لپاره ویاړ وبلل او په ساتنه کې یې د ټولو هېوادوالو همکاري اړینه وبلله.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته