سیاستخبرونهفرهنګټولنهTOP

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د “مورنۍ ژبې” نړیواله ورځ په کابل کې ونمانځله

کابل، کب ۲مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معینیت، نن په کابل کې د “مورنۍ ژبې” نړیواله ورځ ونمانځله.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه وویل چې د افغانستان ژبې او قومونه د هېواد وياړ، جذابیت او ښکلا ده او دا بېلابېلې ژبې او رنګونه، د الله تعالی (ج) د قدرت نښې نښانې دي.

ملا خيرالله خيرخواه څرګنده کړه چې په افغانستان کې د ژبو پر مټ تعصب ته لمن وهل شوې، خو اوس، اسلامي امارت غواړي چې د هېواد ژبو ته داسې وده ورکړي چې د بېلابېلو قومونو ترمنځ د ملي يووالي او پيوستون سبب شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ډاډ ورکړ چې دغه وزارت د هېواد ټولو ژبو ودې او ساتنې ته جدي پاملرنه کوي او په دې برخه کې د ټولو ملي او نړیوالو همکارو بنسټونو او ټولنو د فعاليتونو ملاتړ کوي او همدا رنګه له هغوی څخه غواړي چې په دې لاره کې له یاد وزارت سره همکاري وکړي.

دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین، مولوي عتیق الله عزیزي وویل چې د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت هوډمن دی چې په واقعي مانا په هېواد کې ټولې ژبې پیاوړې او وده ورکړل شي او اسلامي او افغاني ارزښتونه وساتل شي.

مولوي عزیزي زیاته کړه: اسلامي امارت تر هغه پورې ملي ژبې پياوړې کوي چې زموږ اعتقاداتو او مقدساتو ته زیان و نه رسېږي او د تعصباتو د رامنځته کولو سبب نه شي، بلکې د ملي یووالي د ټینګښت سبب شي.

هغه پر نړیوالو فرهنګي سازمانونو او بنسټونه غږ وکړ چې فرهنګي ارزښتونه او مسائل دې د سیاست جز و نه ګرځوي او په دې برخه کې دې له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره همکاري وکړي.

د ثمر ژبپوهنې نړيوالې مؤسسې ژبپوه ډيويډ ميکا پيټ هم په خپلو خبرو کې، افغانستان د بېلابېلو قومونو او ښکلو ژبو ټاټوبی وباله او ویې ویل چې هڅه کوي د افغانستان بډای فرهنګ لومړی د دغه هېواد خلکو او وروسته نړيوالو ته په واقعي ډول ورسوي.

هغه، د ثمر ژبپوهنې نړيوالې مؤسسې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه مؤسسه له شاوخوا ۱۵ کلونو راپدېخوا، په افغانستان کې د بېلابېلو ژبو د ودې په برخه کې کار کوي او د پخوا په شان به خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

همدارنګه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت چار سمبالي او د باختر اطلاعاتي آژانس رئيس مولوي ضياءالحق حقمل، د هېواد د ژبو پر ودې او ساتلو ټینګار وکړ او ویې ویل چې په تېرو شلو کلونو کې د ژبې پر مټ د افغانانو ترمنځ د تفرقې اچونې ډېرې هڅې وشوې، خو د اسلامي امارت په راتک سره د دښمنانو دغه دسيسه شنډه شوه او اوسمهال د هېواد د ټولو ژبو ودې او ساتلو ته هڅې روانې دي.

د غونډې په دوام، د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون عمومي رئيس قاري محمد يوسف احمدي، وویل چې ژبه د فضيلت او برترۍ معيار نه دی، بلکې الله (ج) ته د انسانيت معيار، تقوا ده او هېڅوک بايد د ژبې په وسيله کم و نه ګڼل شي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې، د “مورنۍ ژبې” نړیوالې ورځې په مناسبت بېلابېلې مقالې ولوستل شوې او د هېواد په بېلابېلو ژبو کې، د ژبو د ساتنې په اړه پیغامونو شریک شول چې په کې د رسمي ژبو ترڅنګ، د هېواد د ټولو ژبو پر ودې او ساتنې ټینګار شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د فبرورۍ ۲۱مه چې د کب میاشتې له دویمې سره برابره ده؛ د ملګرو ملتو د علمي، روزنیز او کلتوري سازمان (يونسکو) له خوا د “مورنۍ ژبې” نړيوالې ورځې په نامه نومول شوې ده او دغه ورځ هر کال په هېواد او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې نمانځل کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته