خبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مالي، اداري او ګرځندوی معین، په کابل کې د دغه وزارت له املاکو څخه ليدنه وکړه

کابل، د وري ۷مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مالي، اداري او ګرځندوی معین مولوي سعدالدین سعید، په کابل ښار کې له مدينې مارکېټ، پُل باغ عمومي راډيو سټېشن او د افغان اعلاناتو پخواني تعمیر ته څېرمه ځايونو څخه چې د دغه وزارت ملکیتونه دي؛ لیدنه کړې ده. 

باختر آژانس ته په رارسېدلي خبر کې ویل شوي چې د دې لیدنې پر مهال، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مالي، اداري او ګرځندوی معین او د وزارت د ملکیتونو کمیټې مشر مولوي سعدالدین سعید او اړوندو مسئولینو، د املاکو د ستونزو د حل او په یادو برخو کې د اقتصادي فعالیتونو د زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي.

ویل شوي چې د وزارت د ملکیتونو کمېټه په پام کې لري په دغه شان اقداماتو او د خپلو ملکیتونو په تثبیت سره؛ د ملي عوایدو کچه لوړه کړي، ملي اقتصاد ته وده ورکړي؛ خصوصي سکتور پانګونې ته وهڅوي او د هېوادوالو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته