سیاستخبرونه

د اسلامي همکاریو سازمان په کابل کې خپل دفتر پرانېست

 کابل/ د کب ١٥ مه / باختر

د باختراژانس د خبرله مخې؛ د اسلامي همکاریو سازمان نن د ېوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي  چې په کابل کې یې خپل دفتر پرانېست او ډاکټر محمد سعید العیاش یې خپل استازی وټاکه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په کابل کې دغه دفتر د افغانستان پر وضعیت د بحث او د تېرکال په ډسمبر میاشت کې د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې د پایلو د تعقیب لپاره پرانيستل شوى دى.

د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، چې په کابل کې د دوی استازي له خپلو نړیوالو شریکانو سره د دغه سازمان د بشري مرستو د همغږي کولو او همدارنګه په بېلابېلو برخو کې د هېواد له خلکو سره د خپلو ژمنو په پوره کولو کې له افغان حکومت سره مرسته کوي.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه د ۲۰۲۱ کال د دسمبر په ۱۹ مه د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې د افغانستان د حالاتو څېړلو او دغه هېواد ته      د بشري مرستو د جلبولو په خاطر جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو پر وزيرانو سربېره د امريکا، بريټانيا، فرانسې، چين، روسيې، المان، ايټاليا، جاپان، اروپايي ټولنې او د نړيوالو مرستندويه ادارو استازو هم ګډون درلود.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري مرستو برابرولو لپاره له مرستندویه هېوادونو څخه د ۴،۵ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

| ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته