سیاستخبرونهTOP

د اسلامي امارت کابینې، د سوالګرو د ډېرښت ستونزې د حل په اړه طرحه تصویب کړه

کابل ، د وري ۶مه ، باختر
د ريیس الوزرا الحاج ملا محمد حسن آخند په مشرۍ او د ریاست الوزرا د درې واړو مرستیالانو او سرپرستو وزیرانو په ګډون د افغانستان اسلامي امارت د کابینې غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د غونډې په پیل کې لوی څارنوال د پخواني رژیم پر مهال د نیمګړو پاتې شویو دوسیو په اړه د ورسپارل شوې څېړنې راپور وړاندې کړ او بیا د اجنډا له مخې موضوعات وڅېړل شول.
دغه راز په غونډه کې اقتصادي کمېسیون ته دنده وسپارل شوه چې د مس عینک کان د کیندنې عملي چارو د پیل کېدو پر وړاندې د خنډونو لرې کولو په موخه دې دا موضوع او قرارداد وڅېړي. همدا رنګه دې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د استازو په ګډون یو پلاوی وګوماري چې د مس عینک په ساحه کې د تاریخي آثارو د انتقال یا په خپل ځای پاتې کېدو موضوع بررسي کړي.
په همدې حال کې د کابینې په غونډه کې د ترانسپورت وزارت د مرستیال په مشرۍ پلاوی وګومارل شو چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو له خوا د مسافر وړونکو موټرو چلولو، په ښارونو کې د ترافیکي ګډوډۍ او د مجاهدینو له خوا د ترافیکي پېښو اړوند موضوعات وڅېړي، حل لاره دې پیدا او پایله دې کابینې ته وړاندې کړي.
همدا رنګه کابینې، د سوالګرو د ډېرښت ستونزې د حل په اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د افغاني سرې میاشتې ټولنې ګډه چمتو شوې طرحه تصویب کړه او اړوندو وزارتونو او ادارو ته دنده وسپارل شوه چې په دې برخه کې خپل مکلفیتونو په جدیت سره ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم د کابینې په غونډه کې، په کابل ښار کې د فقر او سوالګرو د زیاتوالي پر عواملو بحث شوی و او د دې ستونزې د حل لپاره د کار او ټولنیزو چارو او کورنیو چارو وزارتونو او دغه راز افغاني سرې میاشتې ادارې ته دنده سپارل شوې وه، چې دغه موضوع وڅېړي او د حل لپاره یې لازم اقدامات وکړي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته