سیاستخبرونه

د اسلامي امارت  وياند: هیله ده په پاکستان کې سياسي ثبات رامنځته شي

کابل / د وري ۲۲ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت ویاند هیله څرګنده کړې چې په پاکستان کې سیاسي ثبات رامنځته شي.

په پاکستان کې سیاسي کړکېچ هله را منځته شو چې د یاد هېواد لومړی وزیر عمران خان له واک څخه ګوښه شو.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په ګوښه کېدو سره دغه هېواد له سیاسي کړکېچ سره مخ شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په مرکه کې د پاکستان سیاسي حالت او د دغه هېواد د لومړي وزیر د ګوښه کېدو په اړه هیله څرګنده کړه چې په پاکستان کې سیاسي ثبات رامنځته شي او په دغه هېواد کې بدلون پر افغانستان منفي اغېز ونه کړي.

مجاهد ټینګار کړی چې د پاکستان سیاسي حالت  د دغه هېواد کورنۍ موضوع  ده.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته