وسله والو کسانو دبلوچستان ايالت په مرکز کويتي ښار کې د اکمالاتي نقليه وسايطو په يو کاروان باندې دتوغندي دډزو له امله شل ټانکرونه او لاري موتر وسوځول .
دپاکستان د پوليسو د څرګندونو له مخې ، دغه وسايط دکويټې ښار ته څيرمه په يو تم ځاى کې درول شوي و . ددغې پيښې دانساني تلفاتو په باب خبر نه دى ترلاسه شوي .
دخيبر پښتونخوا ايالت په مهمند ايجنسي کې دپاکستاني عسکرو پر يوې پوستې باندې دروان کال دليندي دمياشتي د پنځمي نيټي په هوايي بريد کې د څه دپاسه شلو تنو پاکستاني عسکرو دوژل کيدو له وخت څخه راپديخوا داپه نقليه وسايطو لومړني بريد دي . چې په افغانستان کې دناتو ځواکونو ته دسون دموادو په ګډون لوژستيکي مواد ليږدوي .
تراوسه پوري ددغه بريد مسووليت چاپه غاړنه نه دى اخستي خو پخوا طالبان ويلي و چې دغه شان بريدونه به ترسره کړي .