اقتصاد

دوه زره کورنيو له بريښنا څخه ګټه وا خيسته

د هرات ولايت په کرخ ولسوالۍ کې د او بو بريښنا ديوې توليدي پروژې په بشپرړيدو سره څه دپاسه دوه زره کورنيو له بريښنا څخه ګټه وا خيسته .

د هرات ولايت دکليودبيا جوړولو او پرمختيا رييس اقا محمد صديقي د باختر اطلاعاتي اژانس ته وويل: دغه پروژه ددغې ولسوالۍ په پنځو کليو کې تطبيق شوي او خلک به يې له دې وروسته و کولاى شي چې د خپلو ځمکو د کرنې او او بو لګولو په چارو کې هم له بريښنا څخه کارواخلي

ده زيا ته کړه: دا پروژه د کليو د بيا جوړولو او پرمختيا وزارت دسيمه ييزي پرمختيا د پروګرام له خوا ديو سلو شپږ اتيا زرو امريکا يي ډالرو په لګښت بشپړه شوي  چې له دغه پرو ګرام څخه دوه زره درې سوه کورنۍ کټه ا خلي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته