خبرونهټولنه

دولس پروژې په دايکنډي کې پرانیستل شوې

۳۲- کابل / د لیندۍ ۱۵ مه / باختر
دولس ټولګټې پروژې نن د دايکنډي په اشترلي ولسوالۍ کې پرانیستل شوې.
د دايکنډي له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس انجنير اسدالله سروري باختر آژانس ته وويل چې دغه ټولګټې پروژې د فوايد عامې وزارت، د جرمني د يوې خيريه موسسې په مرسته د ۲۱ میليونو افغانيو په لګښت په اشترلي ولسوالۍ کې پلې کړې دي.
هغه زياته کړه: په دغو پروژوکې د اوبو زېرمې، استنادي دېوال او نورې پروژې شاملې دي.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته