-کابل باختر د کب پنځمه :
دزابل ولايت دولسواليو يوشمير خلکو په دې وروستيو وختو کې دملي پيوستون دپروګرام دټولګټو پروژو له اسانتياو څخه ګته واخسته .
دکليو دبيا جوړولواو پراختيا وزارت داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست دباختراژانس خبريال ته وويل دملي پيوستون دپروګرام د ٩٨ ټولګټو پروژو کار د ٤٤ مليونوافغانيو په لګښت ددغه ولايت دمرکز قلات ښار او شينکي ، ترنګ ، جلدک ، شاجوي په ولسواليو کې بشپړ او دخلکوداستفادې وړ وګرځيدې .
په دغو پروژو کې داوبو لګولو دکانالونو ترميمول ، دکاريزونو پاکول او دمحافظوي ډيوالونو جوړول او دسړکونو کريړ اچول شامل دي .
ددغو پروژو دکار په بهير کې د ٣٥٨٢ تنو فني او غير فني کارګرانو ته دکار زمينه برابره شوې ده .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون دپروګرام موندلو دساتنې او څارنې پروژې دکارله پيل څخه تراوسه پورې په زابل ولايت کې په ٢٦٠ کليو کې د ١٥٥ ټولګتو پروژې کار بشپړ کړي دي او دخلکو داستفادې وړ وګرځيده .
0 1 دقیقه لوستل