ټولنه

دسالنگونو مسوولين ددغې لويې لاري پرانستي ساتنې په خاطر ځانګړي پروګرامونه لري

٢٠ – کابل باختردليندي دمياشتې ٢١ :

دهوادسړښت  په زياتيدو سره دسالنگونو دلويي لاري دساتنې او څارنې مسوولين وايي چې دوى ددغې لويې لاري دپرانستي ساتلو او له احتمالي پيښو سره دمقابلي په خاطر ځانګړي پروګرامونه ترلاس لاندې لري.

دسالنگ لويه لاره چې کابل دافغانستان دشمال له ولايتونو سره نښلوي تل دزړه بوږنونکو پيښو شاهده وه  دغه پيښې زياتره  په عمومي واټ دواورې دښوئيدو اودترافيکي پيښو زيږنده دي .

دسالنگونو دساتنې او څارنې دمسولينو له خوا دوړاندې شويو شميرونو له مخې په تيرکال کې څه  ناڅه پنځوس تنه په دې لويه لاره کې دترافيکي  پيښو له امله  مړه شوي دي  اوپه لسگونو تنه نور ټپيان شوي دي.

دغه پيښې څو ځلې ددي سبب شوي دي چې دغه لويه لاره دڅو ساعتونو لپاره دترافيکو پرمخ وتړل شي .

دسالنگونو دساتنې او څارنې رييس جنرال رجب وايي  چې دوى دخونړيو پيښو دمخنيوي په خاطر له مخکني تدبيرونو ترلاس  نيولي دي  . ددغې لويې لاري  او تونل ترميمول او دزياتو کارکوونکو موظف کول ددغې لويې لاري  دپرانستي ساتلو  او دترافيکي پيښو دکچې دکمښت  په خاطر ددغې لويې لاري دمسوولينو له اقداماتو څخه دي . له بله پلوه جنرال رجب  چې اداره يې ترڅو راتلوونکو ورځوپوري په پرمختللو وسايلو سمباليږي په دغه وسايلو په لسگونه واسطي او خدماتي دستګاوي شته چې ويل کېږي دوى هغه مهم کارونه  چې د واوري پاکول  او تر واوري لاندې دبندپاتي شويو انسانانو  او وسايطو  ژغورنه  په لنډ مکمن وخت کې ترسره کوي.

دسالنگونو دساتنې او څارنې درييس دڅرگندونوله مخې دجاپان له خواځيني مرسته شوي دستګاوي په لنډوخت کې دواورې اوکنګل دله منځه وړلو وړتيالري چې  زياتره دخونړيوترافيکي پيښو سبب کېږي .

په شمال اوجنوبي سالنګ کې ددوو سترو روغتيايي کلينيکونو جوړول هم دهغو کارونو له جملې څخه دي چې دسردزيان دکمښت او داحتمالي ټپي کسانو ددرملنې لپاره سالنگونو ته ترسره شوي دي .

جنرال رجب دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل  دجنوبي سالنگ روغتيايي کلينيک پرانستل شوي اوپه درملو ،  ډاکترانو او تجهيزاتو سمبال شوي دي خو دشمالي سالنګ کلينيک دودانۍ دجوړولو کار تراوسه پوري نه دى بشپړشوي.

دسالنگونو دساتنې او څارنې رييس ددغې لويې لاري په دواړو لورو کې ددوو کلينيکونو شتون په خپل وخت   دواورې ښوئيدنې  ، توپان او ترافيکي پيښو له امله دسردزيان دمخنيوي په خاطر مهم  وباله.

ده زياته کړه چې دواورې ښوئيدنې او ترافيکي پيښو له امله  دسردزيان دکچې دکمښت په خاطر  دوي سږکال ددغي لويې لاري په ديارلسو بيلابيلو اومهمو سيمو کې يې خپل کارکوونکې له وسايطو سره ځاى پرځاى کړي دي.

له بله پلوه ويل کېږي افغان او ناتو ځواکونو موافقه کړې ده چې په بيړنيو حالاتو کې دوه هليکوپترونه دسالنگونو دلويې لاري دچارواکو په واک کې ورکوي . جنرال رجب وايي چې دوى ددغې لويې لاري په دوو سيمو کې ددغو الوتکو دناستي په خاطر دوه ستر پارکونه جوړ کړي دي. هغه نور تدبيرونه  چې دسالنگونو دساتنې او څارنې مسوولين يې دترلاس لاندې نيولو ادعا کوي له مهال ويش سره سم دبار وړونکو موټرونو دتګ راتگ تنظيمول دي.

 جنرال رجب وايي  دترافيکي ګڼې  ګوڼې دمخنيوي اودخونړيو پيښو دکمښت  په مقصد دهغو بار وړونکو وسايطو تګ راتگ چې له کابل څخه شمال ته ځي  دشنبې ، دوشنبې  او چهارشنبې  په ورځو او له شمال څخه دکابل په لور دوسايطو تګ راتگ يې ديکشنبې ، سه شنبي ، پنجشنبې  او جمعې  په ورځو تنظيم کړي دي په چېن او په نورو ژمنيو وسايلو او مسافر وړونکو اوکوچنيو موټرونه سمبالښت هم دترافيکي پيښو درامنځته کېدو سبب بولي او وايي دوي  دلاري په  دواړو خواو کې پوستي جوړي کړي دي او هغو وسايطو ته چې په ژمنيو وسايلو سمبال نه وي ، له لويې لاري څخه دتيريدو اجازه نه ورکوي.

له پلوه موټر چلوونکې دهغو اسانتياو له امله چې دوى ته برابري شوي دي  خوښ  دي خو غواړي چې مسوولين دي په خپل وخت دواوري او واوري ښوئيدونې اوکنګل دپاکولو په خاطر ټول ځواک  وکاروي دکوچني مسافر وړونکې موټر چلوونکې  جواد وايي چې دتيرکال په پرتله دلويي لاري کارکوونکې له واورې څخه دواټ دپاکولو په خاطر زياتي هلې ځلې کوي خو ده له مسوولينو څخه وغوښتل چې دسالنگونو دلويې لاري دپرانستي ساتلو او په خپل وخت دواوري دلري کولو په خاطر چې دترافيکي پيښو سبب کېږي  زياتي هلې ځلې وکړي . دسالنگ لويه لاره  دهيوادله سترو لوړو لارو څخه ده چې په ځينو وختو کې دواورې داورښت له امله دواورې اندازه تر دونيمو مترو پوري رسيږي.

له بله پلوه  دغه لويه لاره  دواورې ښوييدنې  دزياتوالې له امله  دهيواد خطرناکه لاره بلل  شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته